نائیجیریا ، ترافيكي پيښه كښې 25 كسان مړه ٬ 10 ژوبل

ابوجا۔25مارچ (اے پی پی) په نائيجيريا كښې په يوه ترافيكي پېښه كښې 25 كسان مړه او 10 نور ژوبل شوي دي۔ د چينائي خبري اژانس له مخې په باوچی كښی د فېډرل روډ سېفټي كور يو كمانډر يوسف عبد الحي ميډيا ته ووئيل چې تېره ورځ په شمالي رياست باوچی كښې يو مسافر بس د ټائر چاؤدلو پیښې د لاسه پیښې سره مخ شو چې په نتيجه كښې يۍ 25 كسان مړه او 10 نور ژوبل شول۔ ده ووئيل په پېښه كښې په حق رسېدلي او ژوبل شوي نزدې روغتونونو ته منتقل كړې شوي دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په نائيجريا كښې دا ډول زياتې پېښې رامخې ته كېږي چې سبب يۍ زياتره اوورلوډنګ ٬ د سړك ناوړه حالت او بې پرواهۍ سره ډرائيونګ كول وي۔