آفتاب احمد خان شیرپاؤ د صوبائي وزير سردار محمد ادريس په مړينه غمرازي ښكاره كړه

پېښور ۔ 25 مارچ (اے پی پی) د قومي وطن پارټۍ مشر آفتاب احمد خان د پخواني صوبائي وزير سردار محمد ادريس په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔