په تركيه كښې د نبي آخرالزمان (ص) خرقه شريفه به د مارچ په 24 مه نېټه زيارت لپاره پرانستلې شي

استنبول۔22 مارچ(اے پی پی) په تركيه كښې د نبي آخرالزمان (ص) خرقه شريفه به د مارچ په 24مه نېټه د جمعې په ورځ زيارت لپاره پرانستلې شي۔ د سعودي خبري اژانس له مخې دا خرقه شريفه نبي علېه السلام خپل عاشق او عظيم تابعي حضرت اوېس قرني (رض) لپاره د ډالۍ په توګه پرېښودلې وه كومه چې هغه ته د حضرت علي او حضرت عمر (رض) په وسيله رسېدلې وه۔ دا خرقه شريفه د هغه 59 م نسل سره تر دې دمه رارونه ده او د كال1851 څخه تر دې وخت د استنبول په خرقه شريف مسجد كښې خوندي ده۔ د روژې مباركې په مناسبت سره به د جمعې په ورځ سهار لس بجې دعا څخه وروستو دا خرقه شريفه زيارت لپاره پرانستلې شي او زيارت به يۍ د روژې مباركې ټوله مياشت دوامدار ساتلے شي