د جاپان وزيراعظم په دوه ورځنۍ دوره هند ته ورسېد

نوې ډيلې ۔20 مارچ(اے پی پی) د جاپان وزيراعظم فوميو كيشيدا په 2 ورځنۍ دوره هند ته رسېدلے دے ۔ د هند د ابلاغ ذريعو له مخې د ګل په ورځ د نوي ډيلي په هوائي مېدان د جاپان وزيراعظم فومیو کیشیدا ته وفاقي وزیرراجیو چندر شیکھر هركلے اووې ۔ فومیو کیشیدا به د خپلې دورې په مهال خپل هندي همڅنګ نرېندر مودی سره ملاقات كوي۔ دې به د جاپان انډوپېسفک ستراتيجۍ او د نوې دفاعي پوزيشن په اړه يوې دستورې ته خطاب هم كوي