په تركيه كښې ايفېنس 2016 پوځي مشقونه پېل شول٬ په مشقونو كښې د 9 هېوادونو 7 نيم زره عسكر شريك دي

استنبول 01 جون (اے پي پي) په تركيه كښې ايفېنس 2016 پوځي مشقونه پېل شول٬ په مشقونو كښې د 9 هېوادونو 7 نيم زره عسكر شريك دي۔ د تركيې ځائي مېډيا له مخې د تركيې د ازمېر ښار په سفر حصار سيمه كښې ايفېنس 2016 پوځي مشقونه پېل شوي دي۔ د تركيې اولس مشر طيب اردوان٬ وزيراعظم بن علي يلدرم او د تركيې د وسله والو ځواكونو مشر جنرال خلوصي آكار په خاص توګه د دې پوځي مشقونو جاج اخيستې۔ په مشقونو كښې به جنګي الوتكې او كوبرا چورلكې د خپلو صلاحيتونو څرګندونه كوي