ډرون د مکه فضائي حدود ته د  داخلېدو نه وړاندې تباہ کړے  شو  ،سعودي عرب

  ریاض۔16ستمبر  (اے پي پي ) سعودی عرب وئېلي دي د یمن ياغي حوثیانو د اړخه په تاو تريخوالي كښې د زياتوالي  په مهال د سعودي فضائي دفاعي نظام د مکې مکرمې  فضائي حدود ته د  داخلېدو نه وړاندې  يو ډرون تباہ کړو ۔ د اردو نیوز  ترمخه  د اتحادي فورسز وياند میجر جنرل ترکي المالکي د شورو په ورځ سهار ووئېل  دا ډرون تېره ورځ  د سعودی  وخت مطابق …

 

ریاض۔16ستمبر  (اے پي پي ) سعودی عرب وئېلي دي د یمن ياغي حوثیانو د اړخه په تاو تريخوالي كښې د زياتوالي  په مهال د سعودي فضائي دفاعي نظام د مکې مکرمې  فضائي حدود ته د  داخلېدو نه وړاندې  يو ډرون تباہ کړو ۔ د اردو نیوز  ترمخه  د اتحادي فورسز وياند میجر جنرل ترکي المالکي د شورو په ورځ سهار ووئېل  دا ډرون تېره ورځ  د سعودی  وخت مطابق  ماښام په  6 بجې او  50 منټه  د  مکه  په سوئېل  كښې تباه كړے شو۔ ده ووئېل دا  اقدام  ریډ لائن  دے  په كوم به چې مونږ  ضروري او سخت اقدامات كولو نه ورستو نه شوو ۔ وياند ووئېل  دا هڅه د ترهه ګرې حوثې ملیشیا د خلاف ورزیو  په ریکارډ كښې يو تور داغ دے ۔ دا د  لاكهونو مسلمانانو د  جذبات  مجروح کولو يوه دانسته کارروائي ګڼلې كېږي  ۔  د حرمین شریفین د مېلمنو ، وګړو  او د  مېشته خلقو يرولو او  د زيان ورسولو  هڅه شوې ده ۔  د دغه ډلې د اړخه د مقدس ښار پلو  د توغولے شوي  میزائل راغورځولو دا وړومبۍ پیښه نه ده ۔ د اتحادي فورسز  تر مخه په   كال 2017  كښې هم د  سعودي فضائي دفاعي نظام د حوثي ملیشیا  د مکې پلو توغولے شوے يو بیلسټک میزائل هم انټرسیپټ كړے ؤ  ۔دغه میزائل د طائف په الوصلیه سيمې د بره راغورځولے شوے ؤ ۔۔