په صوبه كښې ټاكنو له نېټه ټاكل د اختر مياشت ليدلو څخه زيات ګران كار دے٬ د خېبر پښتونخوا ګورنرغلام علي

پېښور ۔8 مارچ (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر غلام علي وئيلي دي په صوبه كښې د ټاكنو نېټه ټاكل د اختر مياشت ليدلو څخه زيات ګران كار دے ٬ الېکشن کمېشن سره په شوې غونډه كښې پېشرفت شوے ٬ د ټاكنو د نېټې په اړه زېرے به ډېر زر د اولس تر غوږو شي۔ ميډيا سره خبرو كښې ګورنر غلام علي ووئيل د ګل يا نهې په ورځ …

پېښور ۔8 مارچ (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر غلام علي وئيلي دي په صوبه كښې د ټاكنو نېټه ټاكل د اختر مياشت ليدلو څخه زيات ګران كار دے ٬ الېکشن کمېشن سره په شوې غونډه كښې پېشرفت شوے ٬ د ټاكنو د نېټې په اړه زېرے به ډېر زر د اولس تر غوږو شي۔ ميډيا سره خبرو كښې ګورنر غلام علي ووئيل د ګل يا نهې په ورځ به د الېكشن كمېشن دفتر ته ځم ٬ الېكشن كمېشن سره غونډه كښی به كومې پرېكړې ته ورسوو۔ ده ووئيل د پنجاب په مقابل كښې په خېبر پښتونخوا كښې ټاكنې مختلف دي٬ په صوبه كښې روانه امنيتي وضعه پنجاب څخه مختلف ده ، داسې ورځ نه ده راغلې چې په كښې كوم بريد نه وي شوے۔ ده ووئيل بايد داسې پرېكړه وكړې شي چې ورسره اولس ستونزو سره مخ نه شي۔