پېښور ۔7مارچ (اے پی پی) د پي ټي آئي ګڼ شمېر كارمندانو په قومي وطن ګوند كښې د شاملېدو اعلان كولو سره د آفتاب احمد خان په مشرتابه او پالېسيو د باور څرګندونه كړې ده۔ په دې موقعه په يونين كونسل ګنډھيري كښی شموليتي غوندې ته خپل خطاب كښې د قومي وطن ګوند صوبائي چيئرمېن سكندر حيات خان شېرپاؤ ووئيل قومي وطن ګوند به د اولس او په خاص توګه …
پېښور ٬ د پي ټي آئي ګڼ شمېر كارمندان په قومي وطن ګوند كښې شامل شول
پېښور ۔7مارچ (اے پی پی) د پي ټي آئي ګڼ شمېر كارمندانو په قومي وطن ګوند كښې د شاملېدو اعلان كولو سره د آفتاب احمد خان په مشرتابه او پالېسيو د باور څرګندونه كړې ده۔ په دې موقعه په يونين كونسل ګنډھيري كښی شموليتي غوندې ته خپل خطاب كښې د قومي وطن ګوند صوبائي چيئرمېن سكندر حيات خان شېرپاؤ ووئيل قومي وطن ګوند به د اولس او په خاص توګه د ځوانانو مسئلې حل كولو له او دوئي ته د روزګار موقعې وركولو له ټولې ممكنه هڅې روانې ساتي۔ په قومي وطن ګوند كښې شموليت كوؤنكو كښې جان عالم، علی خان، جهانګیر، رضا خان، مسلم خان فیض عالم، پرویز، عالمزیب، مراد خان، ریاض، نوید، سجاد خان، نوشاد، جمشید خان او خالد خان شامل دے۔ سكندر شېرپاؤ په قومي وطن ګوند كښې د شامل شويو نوؤ كارمندانو هركلي كولو سره ووئيل د ځوانانو لارښودنې او د دوئي مسئلو حل لپاره قومي وطن ګوند يو غوره پلېټ فارم دے











