د اسرائيل په بريدونو كښې به د شهيد, شوو بې ګناه فلسطينيانو د وينې د يو يو څاڅكې حساب اخلو۔حماس

غزه 24 فروری(اے پی پی)د فلسطين مزاحمتي اسلامي تحريك(حماس)وئېلي دي د اسرائيل په بريدونو كښې به د شهيدو شوو بې ګناه فلسطينيانو د وينې د يو يو څاڅكې حساب اخلو۔د فلسطين د اطلاعات مركز لخوا جاري بيان له مخې د فلسطين په لوېديزه پوله شمالي نابلس ښار كښې د اسرائيل ځواكونو په ترهه ګرۍ كښې د فلسطينيانو د عامو وژلو سخته غندنه كولو سره حماس د شهيدانو كورنيو سره د …

غزه 24 فروری(اے پی پی)د فلسطين مزاحمتي اسلامي تحريك(حماس)وئېلي دي د اسرائيل په بريدونو كښې به د شهيدو شوو بې ګناه فلسطينيانو د وينې د يو يو څاڅكې حساب اخلو۔د فلسطين د اطلاعات مركز لخوا جاري بيان له مخې د فلسطين په لوېديزه پوله شمالي نابلس ښار كښې د اسرائيل ځواكونو په ترهه ګرۍ كښې د فلسطينيانو د عامو وژلو سخته غندنه كولو سره حماس د شهيدانو كورنيو سره د يووالي څرګندونه كړې او د ټول قام او اسلامي هېوادونو لخوا د شهيدانو كورنيو سره ئې غمرازي ښكاره كړې۔حماس وئېلي دي د قابضو اسرائيلي ځواكونو لخوا د بې ګناه فلسطينيانو وژلو څخه د قام د آزادۍ تحريك او د هغوي د مزاحمت جذبې نشي كمزورې كېدې ۔بيان كښې وئېلې شوي اسرائيلي ځواكونو د بربريت څرګندونه كولو سره ګن شمېر بې ګناه فلسطينيان شهيدان كړي چې پكښې كم عمر ماشومان او بوډاګان وګړي هم شامل دي

مزید خبریں