ملګري ملتونه۔ 23 فروري (اے پي پي ) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترېس په مقبوضه فلسطين سيمو كښې د غېر قانوني اسرائيلي ودانيو ختمولو غوښتنې سره په دې خبره زور راوړے چې د فلسطين په خاوره د اسرائيل د ودانيو هيڅ جواز نشته او نه په لوديزه غاړه كښې د تاو تريخوالي نه وروستو د مقبوضه بېت المقدس حثيت په يو اړخيزه اقدامات بدلېدے شي ٬ ٬ د …
د فلسطين په خاوره د اسرائيل ودانۍ هيڅ جواز نه لري ٬ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر

مزید خبریں
ملګري ملتونه۔ 23 فروري (اے پي پي ) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترېس په مقبوضه فلسطين سيمو كښې د غېر قانوني اسرائيلي ودانيو ختمولو غوښتنې سره په دې خبره زور راوړے چې د فلسطين په خاوره د اسرائيل د ودانيو هيڅ جواز نشته او نه په لوديزه غاړه كښې د تاو تريخوالي نه وروستو د مقبوضه بېت المقدس حثيت په يو اړخيزه اقدامات بدلېدے شي ٬ ٬ د سعودي خبر رسنې ادارې تر مخه هغه د فلسطيني اولس نه پټېدونكو حقونو په اړه د ملګرو ملتونو كمېټۍ ته ووئېل هره نوې ودانكاري د امن په لار كښې يو زياتي خنډ جوړېږي ٬ د هرې نوې ودانۍ هڅه د ڼريوال قانون خلاف ورزي ده او د دې مخ نيوے پكار دے٬ د تشدد لپاره د خلقو راپارولو لړۍ بندول پكار دي ٬ ده ووئېل كوم داسې څيز چې د ترهه ګرۍ لپاره جواز جوړوي هغه ټولو له مسترد كول پكار دي ٬ ده ووئېل د مقبوضه فلسطينو سيمو كشيده صورتحال د تېرو كلونو نه زيات دے٬ ده ووئېل د اسرئيل او فلسطين امن عمل د ځنډ ښكار دے او تاؤ تريخوالے لا زياتېږي٬ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر په دې خبره زور راوړو چې زمونږ فوري پام لرنه د تاؤ تريخوالي مخ نيوي او د امن بحالول پكار ده۔










