پېښور ۔22 فروری(اے پی پی) په پېښور كښې د مورنۍ ژبې نړيوالې ورځې په مناسبت سره دستوره وشوه چې اهتمام يۍ پښتونخوا رېډيو اېف اېم 92.4 كړے ؤ ۔ په دې موقع وېنا كوؤنكو د ملګرو ملتونو د چارټر له مخې ټولو سيمه ايزو او ځايې ژبو ته د يو ډول ودې او كورېج وركولو په حاجت زور راوړو۔ دوي ووئيل د سيمه ايزو او ځايي ژبو بايد تحفظ وكړے …
په پېښور كښې د مورنۍ ژبې نړيوالې ورځې په مناسبت سره دستوره ٬ د مقررينو سيمه ايزو او ځائي ژبو ته د يو ډول ودې په وركولو زور

مزید خبریں
پېښور ۔22 فروری(اے پی پی) په پېښور كښې د مورنۍ ژبې نړيوالې ورځې په مناسبت سره دستوره وشوه چې اهتمام يۍ پښتونخوا رېډيو اېف اېم 92.4 كړے ؤ ۔ په دې موقع وېنا كوؤنكو د ملګرو ملتونو د چارټر له مخې ټولو سيمه ايزو او ځايې ژبو ته د يو ډول ودې او كورېج وركولو په حاجت زور راوړو۔ دوي ووئيل د سيمه ايزو او ځايي ژبو بايد تحفظ وكړے شي ولې چې د دې د لارې د يوې مخصوصې سيمې د بشري تاريخ په اړه معلومات ترلاسه كېدے شي۔ په دې موقع نوموړو شاعرانو په اردو ٬ پښتو ٬ هندکو او نورو ژبو كښې خپله شاعري وړاندې كړه۔ دستورې ته خپله وېنا كښې سيد معصوم شاه او پروفېسر ډاكټر اباسين ووئيل ټولې ژبې د يو ډول ودې او تحفظ حق لري او كوچنيانو ته دې د ځايي او سيمه ايزو ژبو زده كولو ترغيب وركړے شي۔ ډاكټر اباسين د مورنۍ ژبې په زده كولو زور راوړو۔ دې څخه وړاندې پروفېسر ډاكټر اباسين ٬ ډاكټر شاكر ٬ فېروز خان صديق ٬ رحيم خان ٬ محمد جان عاطلف ٬ سيد معصوم شاه ٬ اختيار الله ٬ اباسين مومند او محمد سرور محمود خټګ خپل شعرونه واورول










