د طورخم پوله پرله پسې دريو ورځو څخه تړلې شوې

پېښور 22 فروری(اے پی پی)د پاكستان او افغانستان پولې چارواكو ترمينځه خبرو اترو پېل كېدو كښې د تعطل راتللو له امله د طورخم پوله د نهې په ورځ پرله پسې دريو ورځو څخه بنده ده۔د تفصيلات له مخې اسسټنټ كمشنر ارشاد مومند وئېلي دي كه د افغانستان لخوا د پولې بيا پرانستلو باضابطه درخواست وكړے شو نو مونږ د يو قدم مخ په وړاندې تللو لپاره چمتو يو۔افغان چارواكو په يوه اړخيزه توګه بارډر كراسنګ بند كړے او كه هغوي پوله بيا پرانستل غواړي نو په اصولي توګه به خبرې هغوي پیل كوي۔ده ووئېل د ګل ورځې د ډزو پېښې نه پس په پوله تعينات اضافي ځواكونه بېرته رابللې شوي وو او افغانستان هم د نهې په ورځ خپل كمك بېرته د بللو ردعمل څرګند كړے