ګورنر مير جان محمد جمالي د مستونګ په ببري چېك پوسټ او چمن كښې د پوليس په پوسته د ډزو پېښه وغندله

کوئټه۔21فروری(اے پی پی) د بلوچستان لنډ مهاله ګورنر مير جان محمد جمالي د بلوچستان په مستونګ ضلع كښې په بېري چېك پوسته ترسره شوې بريد او په چمن كښې د پوليس په ناكه د ډزو پېښې په سختو ټكو كښې غندنه كړې ده۔ د بلوچستان ګورنر د غندنې خپل بيان كښې وئيلي چې په ټولنه كښې ويره ترخه خپرونكي او تخريب كاري كوؤنكي د كوم رعايت مستحق نه دي۔ ده …

کوئټه۔21فروری(اے پی پی) د بلوچستان لنډ مهاله ګورنر مير جان محمد جمالي د بلوچستان په مستونګ ضلع كښې په بېري چېك پوسته ترسره شوې بريد او په چمن كښې د پوليس په ناكه د ډزو پېښې په سختو ټكو كښې غندنه كړې ده۔ د بلوچستان ګورنر د غندنې خپل بيان كښې وئيلي چې په ټولنه كښې ويره ترخه خپرونكي او تخريب كاري كوؤنكي د كوم رعايت مستحق نه دي۔ ده په قانون نافذ كوؤنكو ادارو زور راوړو چې هغوي دې د ترھګرۍ په پېښو كښې د ككړو عناصرو په ضد فوري كارروائي وكړي۔ ده شهيد شيو ليوېز اهلكارو له د بخښنې او ژوبل شويو له د زر روغتيا دعا وكړه۔