وزير اعلی مير عبد القدوس بزنجو په مستونګ چيك پوسته د بريد او چمن كښی په پوليس ناكه د ډزو پيښه وغندله

کوئټه۔21فروری(اے پی پی) د بلوچستان اعلی وزير مير عبد القدوس بزنجو په مستونګ چېك پوسته او چمن كښی په پوليس ناكه د ډزو پېښې په سختو ټكو كښې غننه كړې ده۔ ده په مستونګ كښې د دوه ليويز اهلكارو په شهادت او چمن كښې د پوليس اهلكار په ژوبل كېدو د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د وزيراعلی سېكرټرېټ هاؤس څخه د جاري شوي بيان له مخې د …

کوئټه۔21فروری(اے پی پی) د بلوچستان اعلی وزير مير عبد القدوس بزنجو په مستونګ چېك پوسته او چمن كښی په پوليس ناكه د ډزو پېښې په سختو ټكو كښې غننه كړې ده۔ ده په مستونګ كښې د دوه ليويز اهلكارو په شهادت او چمن كښې د پوليس اهلكار په ژوبل كېدو د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د وزيراعلی سېكرټرېټ هاؤس څخه د جاري شوي بيان له مخې د بلوچستان وزيراعلی مير عبد القدوس بزنجو ووئيل چې د ترھګرۍ اوسنۍ پېښې اندېښمنې دي ٬ د ترهګر عناصرو قانون ته مخامخ كولو له به ټولې وسيلې كارولې شي۔ ده ووئيل مونږ له به د هېواد دښمنه عناصرو سازشونه ناكامه كولو له لا ويښ او مستعد پاتې كېدل وي۔ میر عبدالقدوس بزنجو زياته كړه چې قانون نافذ كوؤنكي ادارې دې د خپلو ذمه وارو په ترسره كولو كښې كوم كمې ونكړي ٬ دغسې د امن او پرمختګ په ضد سازشونه ناكامه كولو له دې اولس هم يو موټي اوسي۔ ده پېښه كښې شهيد شويو لېويز اهلكارو له د لوړو درجو ٬ ژوبل شويو له د زر روغتيا او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔

مزید خبریں