د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ سبا لمانځلې شي

فېصل آباد ۔20فروری(اے پی پی) په هېواد كښې د مورنۍ ژبو نړيواله ورځ (انټرنېشنل مدر لېنګوئج ډے) سبا د نهې په ورځ د فرورۍ په 21 مه نېټه لمانځلې شي۔ په دې موقع به د ملګرو ملتونو د ذېلي ادارې یونائیټډ نېشنز ایجوکیشنل سائنټفک اېنډ کلچرل آرګنائزېشن (یونېسکو)، د پاكستان حكومت ٬ د پنجاب حكومت او ځينې نورو غېر سركاري تنظيمونو په مرسته خصوصي لاريون او دستورې كولې شي۔ په …

فېصل آباد ۔20فروری(اے پی پی) په هېواد كښې د مورنۍ ژبو نړيواله ورځ (انټرنېشنل مدر لېنګوئج ډے) سبا د نهې په ورځ د فرورۍ په 21 مه نېټه لمانځلې شي۔ په دې موقع به د ملګرو ملتونو د ذېلي ادارې یونائیټډ نېشنز ایجوکیشنل سائنټفک اېنډ کلچرل آرګنائزېشن (یونېسکو)، د پاكستان حكومت ٬ د پنجاب حكومت او ځينې نورو غېر سركاري تنظيمونو په مرسته خصوصي لاريون او دستورې كولې شي۔ په دې موقع به د اكادمي ادبيات تر سېوري لاندې دستورې كولې شي ۔ دا خبره دې ياده وي د كال 1952 فرورۍ مياشتې په 21 مه نېټه په ډھاكه پوهنتون كښې د ژبې په شخړه د زده كوؤنكو ترمينځه جھګړه شوې وه ۔ په دغه مهال د پوليس په ډزو 4 زده كوؤنكي مړه شوي وو۔ وروستو د كال 1999 نومبر مياشتې په 17 مه نېټه یونیسکو د مورنۍ ژبې نړيوالې ورځ (انټرنېشنل مدر لېنګوئج ډے) لمانځلو له د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ څخه قرارداد منظور كړے ؤ ۔ د دغې قرارداد له مخې د كال 2000 فرورۍ مياشتې په 21 مه نېټه په وړومبي ځل د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ ولمانځلې شوه۔ په دې موقع به دستورو كښی د مورنۍ ژوبو ودې له سفارشات هم وړاندې كولې شي

مزید خبریں