د پاكستان مسلم ليګ (ن) پينډۍ ونګز تنظيمي غونډې (نن) كيږي٬ مريم اورنګزېب

اسلام آباد۔20فروری(اے پی پی) د پاكستان مسلم ليګ (ن) وياندې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې د پاكستان مسلم ليګ (ن) مختلف ونګز تنظيمي غونډې نن كېږي٬ سینئر نائب صدر او چیف آرګنائزر مریم نواز به د غونډو مشري كوي۔ خپل يو بيان كښې مريم اورنګزېب وئيلي چې د ګل په ورځ به د پېنډۍ تنظيم ٬ مېرمنو او سوشل ميډيا جلا جلا غونډې كولې شوي۔ غونډو كښې به د ګوند د پېنډۍ تنظيمي ډھانچې او كاركرګۍ جاج اخستلے شي٬ په دې مهال به د مېرمنو او سوشل ميډيا په لا فعاله كولو مشاورت كیږي۔