د تركيه او سوريې زلزله ځپليو مرستې له د هنګو انتظاميې لخوا د مرستې كېمپونه لګولې شوي

پېښور 17 فروری(اے پی پی)په تركيه او سوريه كښې د زلزله ځپليو كورنيو مرستې لپاره د هنګو ضلعي انتظاميې لخوا دوآبه٬ټل او هنګو كښې د مرستې كيمپونه لګولې شوي دي۔ د مرستې كيمپونو انچارج ډسټركټ سوشل ويلفيئر آفيسر بلال خان آفريدي په دې اړه خپلو خبرو كښې ووئيل چې وګړي په بشپره توګه په دې كيمپونو كښې د ځپليو مرستې لپاره نغد رقم جمع كوي۔ده ووئيل چې د غم ځپلې …

پېښور 17 فروری(اے پی پی)په تركيه او سوريه كښې د زلزله ځپليو كورنيو مرستې لپاره د هنګو ضلعي انتظاميې لخوا دوآبه٬ټل او هنګو كښې د مرستې كيمپونه لګولې شوي دي۔ د مرستې كيمپونو انچارج ډسټركټ سوشل ويلفيئر آفيسر بلال خان آفريدي په دې اړه خپلو خبرو كښې ووئيل چې وګړي په بشپره توګه په دې كيمپونو كښې د ځپليو مرستې لپاره نغد رقم جمع كوي۔ده ووئيل چې د غم ځپلې كسانو خذمت زمونږ مذهبي٬اخلاقي او قامي فريضه ده٬د تركيې او سوريې زلزله ځپلي زمونږ وروڼه خوئېندې دي٬په دې سخت وخت كښې پاكستانې قوم د هغوي په غم كښې برابر شريك دې۔ده ووئيل چې د مرستې په كيمپونو كښې جمع كېدونكي عطيات به ځپليو سيمو ته لېږلې شي۔بلال خان آفريدي د شتمندو پشمول د هر مكتب فكر كسانو ته خواست كړې چې هغوي په دې كارخير كښې په زړه پورې ډول برخه واخلۍ

مزید خبریں