په تركيه او سوريه كښې د زلزلې د لاسه د مړو شمېره 41 زره ته ورسېده

انقرہ۔15فروری(اے پی پی) ترکیه او سوريه كښې د زلزلې د لاسه د مړو شمېره 41 زره څخه زياته شوې ده٬ يوه اونۍ وروستو د ويجاړ شوې ودانيو ملبې څخه 9 كسان ژوندي راويستلې شوي دي۔ د سعودی ابلاغ ذريعو له مخې ترك صدر رجب طيب اردوان د زلزلې څخه وروستو دا خبره تسليم كړې وه چې زلزلې څخه وروستو په سمدستي توګه حكومتي رد عمل كښې ځينې ستونزې پېښې وې …

انقرہ۔15فروری(اے پی پی) ترکیه او سوريه كښې د زلزلې د لاسه د مړو شمېره 41 زره څخه زياته شوې ده٬ يوه اونۍ وروستو د ويجاړ شوې ودانيو ملبې څخه 9 كسان ژوندي راويستلې شوي دي۔ د سعودی ابلاغ ذريعو له مخې ترك صدر رجب طيب اردوان د زلزلې څخه وروستو دا خبره تسليم كړې وه چې زلزلې څخه وروستو په سمدستي توګه حكومتي رد عمل كښې ځينې ستونزې پېښې وې خو اوس صورتحال په قابو كښې دې۔ ده په انقره كښې په ټېلي ويژن خپل خطاب كښې ده ووئيل مونږ نه يوازې د خپل هېواد بلكې د انساني تاريخ تر ټولو لويې قدرتي آفت سره مخ يؤ۔ تېره ورځ په ژوندي بچ كړې شويو كسانو كښې دوه 17 كلن او 21 كلن ورونړا هم شامل دي كوم چې په کهرا منماراس صوبه كښې د اپارټمنټس ملبې څخه راويستلې شوي دي۔ دغسې په انطاكيه كښی يو سړې او مېرمن 2 سوه ساعته د ملبې لاندې پاتې كېدو څخه وروستو راويستلې شوې ده۔ د مرستې په چارو كښې بوخت يو كاركن ووئيل چې اوس هم نور كسان ژوندي بچ كېدې شي۔ د ملګرو ملتونو چارواكو ووئيل د رېسكيو پړاؤ بندېدونكې دې او اوس به پام خوراك ٬ استوګنې او سكولنګ ته كولې شي۔ اروپا لپاره د روغتيا نړيوالې ادارې ډائرېكټر هانس هنري پي كلوج له مخې ضرورتونه ډېر زيات دي او پرله پسې سوا كېږي۔ په دواړه هېوادونو كښې نزدې 60 كروړه وګړي بشري مرستې ته اړتيا لري۔ د ملګرو ملتونو وېنا ده چې په سوريه كښې نزدې 90 لكه كسان د زلزلې دلاسه ځپلې شوي او سوريه د 40 كروړه ډالر فنډنګ اپيل كړے دے

مزید خبریں