اطلاعات ٬ خپرونو او قامي ورثه لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ غونډه

اسلام آباد 31 مئي(اے پي پي) د اطلاعات او خپونو لپاره د سېنټ قائمه كېټۍ غونډې اطلاعات ته د رسنې بل سېنېټ ته په راتلونكې غونډه كښې د ممبر ډے په توګه د وړاندې كولو پرېكړه كړې ده ۔د كمېټۍ غونډه د نهې په ورځ د سناتور كامل علي آغا په مشرۍ كښې وشوه ۔ده ووئيل حكومت په تېر كال جولائي كښې باور راكړے ٶ چې د بل مسوده به …

اسلام آباد 31 مئي(اے پي پي) د اطلاعات او خپونو لپاره د سېنټ قائمه كېټۍ غونډې اطلاعات ته د رسنې بل سېنېټ ته په راتلونكې غونډه كښې د ممبر ډے په توګه د وړاندې كولو پرېكړه كړې ده ۔د كمېټۍ غونډه د نهې په ورځ د سناتور كامل علي آغا په مشرۍ كښې وشوه ۔ده ووئيل حكومت په تېر كال جولائي كښې باور راكړے ٶ چې د بل مسوده به وفاقي كابينې ته وړاندې كولې شي خو ھغه كابينه ته وړاندې نه كړې شوه۔سناتور فرحت الله بابر ووئيل حكومت دې بل وړاندې كړي دغسې ھغوې به د دې د منظورۍ درناوے ترلاسه شي۔د اطلاعات او خپرونو سېكتر سيد عمران ګردېزي ووئيل د اطلاعات وزير په دې لړ كښې يوه كمېټي جوړه كړې او د بل مسودې پحقله ځينې غونډې شوې۔ده ووئيل دا كمېټي د بل خامۍ لرې كولو لپاره شپه او ورځ كار كوي۔قائمه كمېټۍ پرېكره وكړه چې فرحت الله بابر به ياد شوې بل د پرائيوټ ممبر ډې په توګه وړاندې كوي۔فرحت الله بابر ووئيل اوس دا د حكومت خوښه ده چې بل منظوروي كه خپل بل راوړي۔د اے پي پي مېنجنګ ډائرېكټر مسعود ملك ووئيل په دې دور كښې د كنټرېكټ په بنياد 11 كسان بهرتي شوې۔ده ووئيل د خبرونو ري رائټنګ٬ د خبريالانو د كار استعداد زياتولو لپاره دوه سينئر خبريالان٬ سوشل ميډيا برخې لپاره 5 او ګلګت بلتستان كښې نوې بېورو لپاره 3 كسان او د حق رسېدليو ملازمانو د وزيراعظم پېكج له مخې يو كس بهرتي كړې شوې

مزید خبریں