تركيه او سوريه كښې زلزله٬د مړو شمېره 9 زره ته ورسېده

انقره /دمشق 08فروری(اے پی پی)په تركيه او سوريه كښې د زلزلې له امله د مړو شمېره 9 زره ته ورسېده۔ د برتانيې خبري اژانس له مخې په تركيه او سوريه كښې د ګل په سهار راغلې د 7.8 شدت زلزلې او آفټر شاكس له امله د مړو مجموعي شمېره 9 زره څخه زياته شوې۔ په تركيه كښې د قدرتي آفت مخ نيوي ادارې له مخې په هېواد كښې تراوسه نزدې 7 زره او په سوريه كښې د ياغيانو تر ولقې لاندې سيمو كښې دكار كونكي تنظم وائټ هيلمټ رېسكيو ډلې له مخې په هېواد كښې دوه نيم زره څخه زيات كسان په حق رسېدلې دي۔د يادونې وړ ده چې په ځپليو سيمو كښې د ځينو هېوادونو لخوا د مرستې كاروايي روانه ده او د روغتيا نړيوالې ادارې خبردارې وركړې چې د ځپليو شمېره د دوه كروړه 30 لكه څخه هم زياتېدې شي