پاكستان به د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې يو مهم ملګرے پاتے كېږي ٬ امريكا

واشنګټن ۔8 فروری(اے پی پی) امریکا د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاکستان د ملاتړ عزم كولو سره وئيلي دي چې پاکستان به د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د امریکا مهم ملګرے پاتے شي۔ د فرانس خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرائس له خبریالانو سره د خبرو په مهال ووئيل چې امریکا د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې پاكستان سره ولاړه ده ځكه چې پاکستان په دې برخه کښې د امریکا مهم ملګرے دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب کښې ده ووئيل د ترهګرۍ ختمولو له به امريكا پاکستان سره هر ډول ممکنه مرسته کوي۔ ده پيښور پوليس لائنز كښې د وروستي ترهګريز بريد په اړه ووئيل مونږ د دغه بريد په سختو ټکو غندنه كوؤ۔ د دې بريد په نتيجه كښې د سلګونو بې ګناه وګړو سره سره داسې سركاري ملازمين وژل شوي دي كومو چې خپل ژوند د اولس ساتنې له وقف كړے وو۔ ده زياته كړه چې ترهګري يو لعنت دے كوم چې پاكستان ٬ هند او افغانستان ځپلې دې او هم دا څيز دے كوم پلو چې مونږ په منطقه كښې خاص پام ګرځولے دے۔ ده ووئيل كله چې د پاكستان خبره راځي نو هغه د امريكا مهم ملګرے دے۔ ده ووئيل مونږ په دې وروستيو كښې د امنيتي خطرو له امله پاكستان سره د اودرېدو د عزم خبره كړې ده۔(