پېښور ٬ په دين اسلام كښې د كركې او تعصب هېڅ ګنجائش نشته ٬ مفتي غلام الرحمن

پېښور۔ 8 فروری(اے پی پی) د جامعه عثمانيه پېښور مهتمم او شېخ الحديث مفتي غلام الرحمن وئيلي دي چې په دين اسلام كښې د كركې او تعصب كوم ګنجائش نشته ، د اسلام خدمت د كردار نه غېر ممكن نه دے٬ د دروغو ٬ خيانت او دهوكې وركولو د لارې دې خپل كردار داغي نه كړې شي٬ امت دې تقسيم نه كړې شي بلكې د دې د پېوستون هڅې دې وكړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په جامعه عثمانيه كښې د كلنې دستار بندۍ دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل چې پاكستان زمونږ عزت او پېژندګلو ده۔ دا نن چې مونږ په غوره ډول د دين خذمت كوؤ دا د دې هېواد بركت دے له دې كبله مونږ بايد د دې ساتونكي جوړ شؤ۔ نن په ټولنه كښې د دروغو ٬ خيانت او دھوكې بازار ګرم دے ٬ د دې يوازينې حل د خلكو په زړونو كښې د پاك پروردګار او د آخرت يره پېدا كول دي او دا كار علماﺀ كرام كولې شي۔ ده فارغ شويو طالبعلمانو ته ووئيل چې د خپل منصب او پګړۍ خيال وساتي۔ دا يو لويے اعتماد دے ٬ دا كومه عامه پګړۍ نه ده بلكه د نبي علېه السلام د وراثت پګړۍ ده ٬ دوئي بايد په ټولنه كښې د مينې او امن پېغام عام كړي