پېښور ۔6 فروری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د نورو سيمو په څير په دره آدم خېل كښې هم د فرورۍ 5 مه نېټه د كشمير يووالي ورځې په توګه ولمانحلې شوه۔ په دې لړ كښې په ګورنمنټ هائي سكول شېراكي دره آدم خېل كښې يوه دستوره وشوه۔ په دستوره كښې استاذانو ٬ طالبعلمانو ٬ د هغوي مور پلار او د سيمې معززينو ګډون وكړو۔ دستورې ته د سكول …
په دره آدم خېل كښې د كشمير يووالي مناسبت سره د دستورې او لاريون اهتمام وكړے شو

مزید خبریں
پېښور ۔6 فروری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د نورو سيمو په څير په دره آدم خېل كښې هم د فرورۍ 5 مه نېټه د كشمير يووالي ورځې په توګه ولمانحلې شوه۔ په دې لړ كښې په ګورنمنټ هائي سكول شېراكي دره آدم خېل كښې يوه دستوره وشوه۔ په دستوره كښې استاذانو ٬ طالبعلمانو ٬ د هغوي مور پلار او د سيمې معززينو ګډون وكړو۔ دستورې ته د سكول پرنسپل صابر الرحمن ٬ حاجي جمشېد آفريدي او نورو مقررينو د كشمير يووالي ورځې مناسبت سره تقريرونه وكړل۔ دوئي په خپلو تقريرونو كښې ووئيل چې د دې ورځې لمانځلو مقصد په غېر قانوني توګه د هند په قبضه كړې شوي جموں وكشمير كښې په كشميري اولس تر ټولو ناوړه ظلم او زياتې نړۍ ته په ډاګه كول وي۔ دې نه ځانله د دره آدم خېل په بېلو ځايونو كښې هم دستورې وشوې۔ د دستورې په پايه كښې لاريون ووېستلے شو په كوم كښې چې طالبعلمان او دسيمې ګڼ شمېر خلكو ګډون وكړو۔ ګډون كوؤنكو پلے كارډز پورته كړې وو په كومو چې د جموں وكشمير د آزادۍ او كشميري اولس سره د يووالي نعرې درج وې۔ په دې موقعه ګډون كوؤنكو د لاسونو زنځير هم جوړ كړو۔







