كابل 06 فروري (اے پي پي) د روسيه په كوربتوب كښې د افغانستان په صورتحال د سینئر سيمه ايز سكیورټی چارواكو غونډه به راروانه اوونۍ كښې كېږي۔ د افغانستان میډیا له مخې د روسيه خبر رسني ادارې د روسي سفیر ضمیر كابلوف په اړه ووئيل د افغانستان په اړه د مېنځنۍ آسياﺀ سكېورټی چارواكو غونډه به راروانه اوونۍ كښې كېږي ، چې پكښې به پاكستان، هند او چین ګډون كوي۔ د روسيه میډیا له مخې په غونډه كښې به د ایران د قامی سلامتیا صلاحكار هم ګډون كوي۔بل پلو افغانستان هيله څرګنده كړې چې په غونډه كښې به ګډون كوؤنكي د افغانستان تسليمولو خبره كوي۔ د افغانستان وياند ذبیح الله مجاهد روسيه څخه غوښتنه كړې چې د افغانستان عبوری حكومت استازې دې غونډې ته وبللې شي۔ ده ووئيل افغانستان بايد په غونډه كښې وبللې شي دغسې چې د خپل موقف دفاع او په مسئلو خبره وكړي۔