انقرہ ،دمشق ۔6 فروری(اے پی پی) په تركيه او سوريه كښې د 7.8 شدت زلزلې د لاسه د مړو شويو كسانو شمېره 500 ته رسېدلې ده۔ د برطانوي خبري اژانس له مخې ترك نائب صدر وئيلي چې په هېواد كښې د زلزلې د لاسه تر دې دمه د 284 كسانو د مړه كېدو تصديق شوې دې او 2323 نور ژوبل دي۔ د سوريه د روغتيا وزارت وېنا ده چې د …
په تركيه او سوريه كښې د 7.8 شدت زلزله ٬ 500 كسان مړه ٬ په زرګونو ژوبل

مزید خبریں
انقرہ ،دمشق ۔6 فروری(اے پی پی) په تركيه او سوريه كښې د 7.8 شدت زلزلې د لاسه د مړو شويو كسانو شمېره 500 ته رسېدلې ده۔ د برطانوي خبري اژانس له مخې ترك نائب صدر وئيلي چې په هېواد كښې د زلزلې د لاسه تر دې دمه د 284 كسانو د مړه كېدو تصديق شوې دې او 2323 نور ژوبل دي۔ د سوريه د روغتيا وزارت وېنا ده چې د زلزلې د لاسه تر دې دمه 237 كسان مړه او 600 څخه زيات ژوبل شوي دي۔ ترك حكومت بېړنې حالت په ځائې كولو سره د نړيوالې مرستې اپيل هم كړې دې۔ په دواړو هېوادونو كښې د زياتې تباهۍ څخه وروستو د مرستې هلې ځلې روانې دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د زلزلې د سختو جړقونو په نتيجه كښې د تركيه په لږ تر لږ 10 ښارونو كښې يو شمېر ودانۍ پرېوتې۔ په دواړو هېوادونو كښې د ملبې لاندې د ګېر شويو كسانو ريسكيو كولو له هڅې روانې دي۔ د ترك حكومت بېړنې حالت نافذ كولو سره اولس ته د موبائل فون نه كارولو اپيل كړې دغسې چې د مرستې كارروائيو كښې كومې ستونزې رامخې ته نه شي۔










