د بلوچستان اعلی وزير په تركيه كښې د زلزلې دلاسه په شوي زيان د افسوس څرګندونه

کوئټه ۔6 فروری(اے پی پی) د بلوچستان اعلی وزير مير عبد القدوس بزنجو په تركيه كښې د زلزلې د لاسه په شوي زيان د افسوس څرګندونه كړې ده۔ د وزيراعلی سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې اعلی وزير په تركيه كښې د زلزلې د لاسه په شوي زيان غمرازي او خواخوږي ښكاره كولو سره ووئيل په دې سخت وخت كښې زمونږ دعاګانې حكومت او اولس سره دي۔ ده …

کوئټه ۔6 فروری(اے پی پی) د بلوچستان اعلی وزير مير عبد القدوس بزنجو په تركيه كښې د زلزلې د لاسه په شوي زيان د افسوس څرګندونه كړې ده۔ د وزيراعلی سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې اعلی وزير په تركيه كښې د زلزلې د لاسه په شوي زيان غمرازي او خواخوږي ښكاره كولو سره ووئيل په دې سخت وخت كښې زمونږ دعاګانې حكومت او اولس سره دي۔ ده ووئيل تركيه او پاكستان په هر سخت وخت كښې د يو بل مرسته كړې ده۔ په دې سخت وخت كښې د پاكستان حكومت او اولس ترك اولس سره ولاړ دے۔ ده د زلزلې پېښه كښې مړو شويو لپاره د بخښنې او ژوبل شويو له د زر روغتيا دعا وكړه۔