د ګورنر حاجي غلام علي د ليډي ريډنګ روغتون دوره

پېښور ۔4 فروری(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي د لېډي رنګ روغتون دوره وكړه۔ ګورنر په دې موقعه له خپل اړخه د روغتون انتظاميې ته 2 ډائیلاسیز مشینونه عطيه كړل۔ ميډيا سره خپلو خبرو كښې ګورنر ووئيل ما د رنځورانو درملنو له روغتون ته ډائیلاسېز مشینونه عطيه كړي او په دې لړ كښې به نورې آسانۍ هم برابرولې شي۔ ده ووئيل اېل آر اېچ يوازې د …

پېښور ۔4 فروری(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي د لېډي رنګ روغتون دوره وكړه۔ ګورنر په دې موقعه له خپل اړخه د روغتون انتظاميې ته 2 ډائیلاسیز مشینونه عطيه كړل۔ ميډيا سره خپلو خبرو كښې ګورنر ووئيل ما د رنځورانو درملنو له روغتون ته ډائیلاسېز مشینونه عطيه كړي او په دې لړ كښې به نورې آسانۍ هم برابرولې شي۔ ده ووئيل اېل آر اېچ يوازې د پېښور نه بلكې د ګردې صوبې د اولس روغتون دے۔ ده ووئيل د صوبې تر ټولو لويے روغتون ته به ټول طبي آلات او د درملنو آسانۍ وركوؤ۔ ګورنر په روغتون كښې د پوليس لائنز چاؤدنې ژوبل شويو تپوس پوښتنه هم وكړه۔ ګورنر د روغتون انتظاميې ته هدايت وكړو چې دوئي لپاره دې غوره طبي آسانۍ برابر كړې شي