فېصل آباد ٬ د كشمير يووالي ورځې په مهال به لاريونونه ويستلے او د انساني لاسونو زنځيرونه به جوړولې شي

فېصل آباد۔31جنوری(اے پی پی) لكه د پخوا به دا وارې هم د فرورۍ په 5 مه نېټه د اتوار په ورځ د فېصل آباد پشمول په ټول ډويژن كښې د كشمير يووالي ورځ په بشپړه توګه لمانځلې شي او په ډويژنل ٬ ضلعي ٬ تحصيل او سټي هېډكوارټرز كچه به لاريونونه ويستلې شي چې مقصد يۍ د نړۍ پام د كشمير مسئلې حل او كشميري اولس ته د خپلواكۍ حق …

فېصل آباد۔31جنوری(اے پی پی) لكه د پخوا به دا وارې هم د فرورۍ په 5 مه نېټه د اتوار په ورځ د فېصل آباد پشمول په ټول ډويژن كښې د كشمير يووالي ورځ په بشپړه توګه لمانځلې شي او په ډويژنل ٬ ضلعي ٬ تحصيل او سټي هېډكوارټرز كچه به لاريونونه ويستلې شي چې مقصد يۍ د نړۍ پام د كشمير مسئلې حل او كشميري اولس ته د خپلواكۍ حق وركولو پلو ګرځول دي۔ په دې موقع به د بېلا بېلو سياسي ديني او مذهبي ګوندونو تر اهتمام لاندې خصوصي دستورې ٬ مذاكرې او غونډې كولې شي په كومو كښې به چې د هر مكاتب فكر مهم شخصيات ګډون كوي۔ په دې موقع به لاريونونه ويستلے او د لاسونو زنځيرونه جوړولې شي۔ د فېصل آباد پشمول په ټول ډويژن كښې به د ورځې پېل د سحر مونځ څخه وروستو د كشمير آزادۍ ٬ د پاكستان استحكام او د اسلامي نړۍ سر لوړۍ له د دعا نه كېږي۔ سهار لس بجې به په ټولو ښارونو كښې سائرن غږولے شي او د كشمير شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې ډالۍ كولو له به د يوې دقيقي خاموشي اختيارولې شي۔ دا خبره د يادونې وړ ده د كشمير يووالي ورځې لماځلو په لړ كښې به په ټولو لويو او وړو ښارونو كښې بېنرې لګول پېل شوي په كومو چې د “کشمیر بنے ګا پاكستان” په شمول مختلف نعرې درج دي