صوبه كښې امن او سپيځلو ټاكنو كولو ته صوبائی حكومت خاص پام لرنه كوي ۔ لنډمهاله نګران وزیر اعلیٰ

پېښور 29 جنوري (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا لنډمهاله وزیر اعلیٰ محمد اعظم خان وئيلي دي چې په صوبه كښې امن او سپيځلو ټاكنو كولو ته صوبائی حكومت خاص پام لرنه كوي او دې مقصد لپاره به په صوبه كښې امن صورتحال ښه كولو ته خاص پام لرنه كولې شي۔ده ووئيل نګران صوبائی حكومت د سپيځلو ټاكنو كولو په اړه د خپلو ذمه وارو څخه خبر دې او دا ذمه واري …

پېښور 29 جنوري (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا لنډمهاله وزیر اعلیٰ محمد اعظم خان وئيلي دي چې په صوبه كښې امن او سپيځلو ټاكنو كولو ته صوبائی حكومت خاص پام لرنه كوي او دې مقصد لپاره به په صوبه كښې امن صورتحال ښه كولو ته خاص پام لرنه كولې شي۔ده ووئيل نګران صوبائی حكومت د سپيځلو ټاكنو كولو په اړه د خپلو ذمه وارو څخه خبر دې او دا ذمه واري به په ښه ډول ترسره كولې شي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نګران كابینې غړو سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې ده سره په وزیر اعلی هاؤس كښې جلا جلا ملاقاتونه ګړې ؤ۔په دې موقع په صوبه كښې په امناكه ډول ټولټاكنو په اړه په چارو د خيالاتو څركندونه وشوه۔وزیر اعلی په خپلو خبرو كښې ووئيل صوبائی حكومت به په خېبرپښتونخوا كښې سپيځلي ټاكني باوري كولو لپاره د الیكشن كمېشن سره سره په زړه پوري مرسته كوي۔