پیښور27جنوری(اے پی پی) خېبرپښتونخوا كښې د قامي اسمبلۍ په 8 حلقو كښې ضمني ټاكنې به د مارچ په 16مه نېټه كېږي۔د جمعې په ورځ د الېكشن كمېشن آف پاكستان لخوا د قامي اسمبلۍ په 33 حلقو كښې د ضمني ټاكنو كولو نوټيفيكېشن كښې په خېبرپښتونخوا كښې د قامي اسمبلۍ 8 حلقې شاملې دي۔په خېبرپښتونخوا كښې چې په كومو حلقو كښې ضمني ټاكنې كېږي په دې كښې اېن اے 4 سوات٬ …
په خېبرپښتونخوا كښې د قامي اسمبلۍ په 8 حلقو كښې ضمني ټاكنې به د مارچ په 16مه نېټه كېږي

مزید خبریں
پیښور27جنوری(اے پی پی) خېبرپښتونخوا كښې د قامي اسمبلۍ په 8 حلقو كښې ضمني ټاكنې به د مارچ په 16مه نېټه كېږي۔د جمعې په ورځ د الېكشن كمېشن آف پاكستان لخوا د قامي اسمبلۍ په 33 حلقو كښې د ضمني ټاكنو كولو نوټيفيكېشن كښې په خېبرپښتونخوا كښې د قامي اسمبلۍ 8 حلقې شاملې دي۔په خېبرپښتونخوا كښې چې په كومو حلقو كښې ضمني ټاكنې كېږي په دې كښې اېن اے 4 سوات٬ اېن اے 17 هري پور٬اېن اے 18 صوابي٬اېن اے 25 نوښار٬اېن اے 24 نوښار٬ اېن اے 32 كوهاټ٬ اېن اے 38 ډي آئي خان٬اېن اے 43 خېبر شامل دي۔د ټاكنو كميسون شيډول له مخې د دې حلقو پشمول 33 حلقو كښې ضمني ټاكنې به د مارچ په 16مه نېټه كېږي۔شيډول له مخې كاغذات نامزدكي به د 6 نه تر 8 فروري جمع كولې شي۔د كانديدانو ابتدائي فهرست به د فرورۍ په 9مه نېټه او د دې جانچ پړتال به د فرورۍ په 13مه نېټه كېږي۔د ريټرننګ افسر لخوا د نامزدګۍ كاغذات منظور يا مسترد كېدو په ضد درخواستونه به د فرورۍ په 16مه نېټه او په دې د ايپلټ ټربيونل لخوا پريكړه به د فرورۍ په 20مه نېټه كېږي۔د كانديدانو نظرثاني فهرست به د فرورۍ په 21مه نېټه او د نامزدګۍ كاغذات به د فرورۍ په 22مه نېټه بېرته اخستلې شي۔كانديدانو ته به انتخابي نخښې د فرورۍ په 23مه نېټه وركولې شي







