د سندھ ګورنر سېلاب ځپليو لپاره تركيه څخه راغلې د مرستې سامان ترلاسه كړو

کراچی۔25جنوری(اے پی پی) د سندھ ګورنر كامران خان ټېسوري د تركيه قونصل جنرل سېمل سانګو څخه د تركيه لخوا سېلاب ځپليو له راغلے سامان په كراچي انټرنېشن کنټینر ټرمینل ترلاسه كړے۔ د ګورنر هاؤس لخوا د جاري اعلاميې له مخې په دې موقع د سېلانی انټرنېشنل ویلفیئرټرسټ مشر مولانا بشير فاروق هم په دې موقع موجود ؤ ۔ تركيه څخه د مرستې دوه بحري بېړۍ پاكستان ته راررسېدونكي دي په …

کراچی۔25جنوری(اے پی پی) د سندھ ګورنر كامران خان ټېسوري د تركيه قونصل جنرل سېمل سانګو څخه د تركيه لخوا سېلاب ځپليو له راغلے سامان په كراچي انټرنېشن کنټینر ټرمینل ترلاسه كړے۔ د ګورنر هاؤس لخوا د جاري اعلاميې له مخې په دې موقع د سېلانی انټرنېشنل ویلفیئرټرسټ مشر مولانا بشير فاروق هم په دې موقع موجود ؤ ۔ تركيه څخه د مرستې دوه بحري بېړۍ پاكستان ته راررسېدونكي دي په دې كښې د نني راغلي جهاز د لارې 864 ټنه د مرستې سامان كراچۍ انټرنېشنل ټرمینل ته رارسېدلے دے۔ دويم جهاز به په 4 فرورۍ راورسي۔ د مرستې په سامان كښې كمبلې ٬ د يخنۍ ګرمې جامې او د روزمره استعمال څيزونه شامل دي۔ دا سامان به د اېن ډي اېم اے د لارې د سېلاب ځپليو ترمينځه تقسيم كړے شي