بايد اسلامي نړۍ د تحقيق او پرمختګ لپاره خپل بجټ زيات كړي۔د اولس مشر ممنون حسېن

اسلام آباد 31 مئي(اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي اسلامي ټولنو كښې سائنس او ټېكنالوجۍ له د ودې وركولو سره غربت كمېدو او روغتيا لپاره آسانيو سره د خوراك ٬ اوبو او برېښنا محفوظ پنګې جوړېدې شي٬ د كامسټېك عمومي اسمبلۍ مقصد په اسلامي ټولنو كښې سائنس او ټېكنالوجۍ له وده وركول دي٬ بايد اسلامي نړۍ د تحقيق او پرمختګ لپاره خپل بجټ زيات كړي۔اولس مشر دا …

اسلام آباد 31 مئي(اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي اسلامي ټولنو كښې سائنس او ټېكنالوجۍ له د ودې وركولو سره غربت كمېدو او روغتيا لپاره آسانيو سره د خوراك ٬ اوبو او برېښنا محفوظ پنګې جوړېدې شي٬ د كامسټېك عمومي اسمبلۍ مقصد په اسلامي ټولنو كښې سائنس او ټېكنالوجۍ له وده وركول دي٬ بايد اسلامي نړۍ د تحقيق او پرمختګ لپاره خپل بجټ زيات كړي۔اولس مشر دا خبرې د سائنس او ټېكنالوجۍ ودې پحقله د او آئي سي ادارې كامسټېك 15مې عمومي اسمبلۍ د پرانستې په موقع وكړې۔اولس مشر ووئيل مونږ د سائنس او ټېكنالوجۍ ودې سره غربت ختمولو او د اولس د ژوند معيار ښه كولې شو ۔ اولس مشر ووئيل اسلامي هېوادونه د سائنس او ټېكنالوجۍ ودې د لارې د ملګرو ملتونو د ښه پرمختګ هدفونه ترلاسه كولې شي ٬ده ووئېل د سائنس او ټېكنالوجۍ ودې سره به د مسلمانانو عظيم رواياتو له مخې د علمي بنيادونو مستحكمولو كښې كاميابه شوو۔ده ووئيل زمونږ مقصد په اسلامي هېوادونو كښې د خوراك ٬ اوبو او برېښنا پنګې زياتول دي٬ مونږ خپلو ټولنو كښې بايد امن او پرمختګ باوري كړو

مزید خبریں