پیښور ٬ د نوښار پرېس كلب د نوې ټاكلې كابينې د سوګند پورته كولو دستوره

پېښور 12 جنوري (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان د نوښار پرېس كلب نوې ټاكلې شوي صدر جهانزېب خټك او د نورو غړو نه سوګند اغستے او مباركي ئې وركړې ۔دې دستورې ته د وېنا كولو په مهال ده ووئيل صوبائي حكومت د عمران خان وژن او د ګوند په منشور عمل كوي او مونږ د ادارو بهترۍ او د اولس خېرښېګړې لپاره وسائل او د استعداد څخه زيات …

پېښور 12 جنوري (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان د نوښار پرېس كلب نوې ټاكلې شوي صدر جهانزېب خټك او د نورو غړو نه سوګند اغستے او مباركي ئې وركړې ۔دې دستورې ته د وېنا كولو په مهال ده ووئيل صوبائي حكومت د عمران خان وژن او د ګوند په منشور عمل كوي او مونږ د ادارو بهترۍ او د اولس خېرښېګړې لپاره وسائل او د استعداد څخه زيات اقدامات كوو ۔وزيراعلٰی ووئيل مونږ په خلوص او ايماندارۍ سره كار له هڅې كوو ۔وزيراعلٰی په دې موقع د نوښار پرېس كلب لپاره د 50 لكه روپو خاص ګرانټ اعلان هم وكړو۔د وزيراعلٰی صلاحكار خليق الرحمان او د اطلاعات خاص مرستيال بېرسټر محمد علي سېف٬د اطلاعاتوسېكرټري ارشد خان او د اطلاعات محكمې ډي جي امداد الله هم په دستوره كښې ګډون كولو