د ګلګت بلتستان وزيراعلی په دوه ورځنۍ دوره سكردو ته ورسېد

ګلګت۔12جنوری(اے پی پی) د ګلګت بلتستان وزيراعلی خالد خورشيد په دوه ورځنۍ دوره سكردو ته رسېدلے دے ۔ د خپلې دورې په مهال به هغه مهمو پلاويو سره ملاقاتونه كوي۔ هغه به د ونټر فېسټول په لړ كښې د روان آئس هاكي ټورنامنټ فائنل مېچ او جشن مے فنګ خاص مېلمه وي۔ وزيراعلی به د پاور هاؤس دوره هم كوي۔ په دې مهال به د انجمن تاجران سكردو يو پلاوې …

ګلګت۔12جنوری(اے پی پی) د ګلګت بلتستان وزيراعلی خالد خورشيد په دوه ورځنۍ دوره سكردو ته رسېدلے دے ۔ د خپلې دورې په مهال به هغه مهمو پلاويو سره ملاقاتونه كوي۔ هغه به د ونټر فېسټول په لړ كښې د روان آئس هاكي ټورنامنټ فائنل مېچ او جشن مے فنګ خاص مېلمه وي۔ وزيراعلی به د پاور هاؤس دوره هم كوي۔ په دې مهال به د انجمن تاجران سكردو يو پلاوې هم وزيراعلی سره ملاقات كوي۔ په دې دوره كښې سېکرټری برقیات ٬ سېکرټری اېکسائز اېنډ ټېکسېشن او نور چارواكي هم هغه سره سره ملګري دي