واشنګټن 10جنوري (اے پي پي)امريكې وئېلې دي په پاكستان كښې د سېلاب ځپليو سيمو بحالۍ او تعميرنو لپاره به لا 10 كروړه ډالره مرسته وركولې شي٬دغسې ټول فنډنګ به 200 ملين ډالر ته ورسي۔د امريكې د خارجه محكمې وياند نيډ پرائس په پرېس بريفنګ كښې وئېلي دي په پاكستان كښې تېر كال د تباه كونكې سېلاب نه پس د امريكې حكومت د پاكستان انتظاميې سره په ګډه په بحالۍ كښې …
په پاكستان كښې د سېلاب ځپليو سيمو بحالۍ او تعميرنو لپاره به لا 10 كروړه ډالره مرسته وركولې شي۔د امريكې خارجه محكمې وياند

مزید خبریں
واشنګټن 10جنوري (اے پي پي)امريكې وئېلې دي په پاكستان كښې د سېلاب ځپليو سيمو بحالۍ او تعميرنو لپاره به لا 10 كروړه ډالره مرسته وركولې شي٬دغسې ټول فنډنګ به 200 ملين ډالر ته ورسي۔د امريكې د خارجه محكمې وياند نيډ پرائس په پرېس بريفنګ كښې وئېلي دي په پاكستان كښې تېر كال د تباه كونكې سېلاب نه پس د امريكې حكومت د پاكستان انتظاميې سره په ګډه په بحالۍ كښې په معاونت٬فوډ سيكورټي٬د آفت مخ نيوي او په استعداد كښې په اضافه كولو كار كوي۔ده ووئيل په دې وئېلو خوشحالي محسوسوم چې د بحالۍ او تعمير نو لپاره نور 100 ملين ډالره اعلان سره امريكې خپله ټوله مرسته 200 ملين ډالرو ته رسولې ده۔ده ووئيل دا 100 ملين ډالر به د سېلاب څخه بچ كېدو٬ګورننس٬د رنځونو مخ نيوي٬معاشي پرمختګ او پاك توان٬ زراعت٬د خوراك تحفظ او انفراسټركچر په تعميرنو خرڅ كولې شي٬د دې فنډنګ د لارې به په كيمپونو يا نورو سيمو كښې پناه اخستونكو سېلاب ځپليو بحالۍ له هم معاونت كولې شي۔ده ووئيل د سېلاب ځپليو بحالۍ او تعمير نو هڅو كښې به د امريكې مرسته روانه وي او په سباؤن كښې به هم د اولس لپاره د موسمياتي بدلونونو مخ نيوي له مرسته كولې شي۔وياند ووئيل پاكستان چې چرته هم ترجيحات لري په هغې كښې به امريكا خپله همكاري جاري ساتي ٬ كه هغه د امنيت٬معاش يا د سېلاب ځپليو لپاره د بشري مرستې رسولوپه اړه وي۔










