تھاکوټ 07 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي چارو صلاحكار انجينئر امير مقام وئيلي دي چې موټروے د هزاره اولس لپاره د قائد نواز شريف ډالۍ ده،عمران نيازي سياست د دروغو څخه پيل كړې او تر نن دروغ وائي، عمران خان د نواز شريف د پرمختګ اونه پريكولو سره د معيشت او ادارو د تباهۍ بوتې لګولې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده تھاکوټ ګريډ 3300 KVA نه تر 132000KV …
عمران خان د نواز شريف د پرمختګ اونه پريكولو سره د معيشت او ادارو د تباهۍ بوتې لګولې۔انجينئر امير مقام

مزید خبریں
تھاکوټ 07 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي چارو صلاحكار انجينئر امير مقام وئيلي دي چې موټروے د هزاره اولس لپاره د قائد نواز شريف ډالۍ ده،عمران نيازي سياست د دروغو څخه پيل كړې او تر نن دروغ وائي، عمران خان د نواز شريف د پرمختګ اونه پريكولو سره د معيشت او ادارو د تباهۍ بوتې لګولې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده تھاکوټ ګريډ 3300 KVA نه تر 132000KV اپګريډېشن او الائي خوړ پاور هاؤس نه تر تھاکوټ ګريډ ټرانسميشن لائن پرانستي نه پس غونډي ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل نن د تھاکوټ ګريډ 3300 KVA نه تر 132000KV اپګريډېشن او الائي خوړ پاور هاؤس نه تر تھاکوټ ګريډ ټرانسميشن لائن باقاعده پرانسته شوي او د اولس پخوانۍ غوښتنه منظور شوې ده۔ده ووئيل ټولو له مباركي وركوم چې مسلم ليګ (ن) هڅي په خوله نه بلكه په عملي کار باور لري،بټګرام اولس له هم د نواز شريف او زمري ملګرتيا پكار ده،كه زلزلې وي ٬ سېلاب يا د ترهه ګرۍ پېښي ، مسلم ليګ (ن) د ټولي صوبې او د بټګرام د اولس په سخت وخت كښې ملګرتيا كړې ده ، د بټګرام اولس دې د مسلم ليګ (ن) ملګرتيا وكړي۔غونډي ته د اسمبلۍ پخوانو غړو نوابزاده ولي محمد، محمد رشاد خان، نياز محمد خان، تحصيل چيئرمېن چکيسر بخت عالم خان، ضلعي صدر مهاجرين خان، طاهر خان او نورو هم وينا وكړه۔







