د خېبرپښتونخوا ګورنر د سكھ ورورولۍ تاريخي ګوردوارے بھائي جوګا سنګھ دوره

پېښور 07 جنوري (اے پي پي) د خېبرپښتونخواه ګورنر حاجي غلام علي د خالي په ورځ د سكھ ورورولۍ تاريخي ګوردوارے بھائي جوګا سنګھ دوره وكړه۔ده دا دوره ډسټرك ميټرو پوليټن لوكل ګورنمنټ اقليتي چيرمېن سردار پرويندر سنګھ په خاص بلنه كړې ده،سردار پرويندر سنګھ د ګورنر حاجي غلام علي ګوردوارے ته په راتګ مننه وكړه ۔ ده ووئيل خېبر پښتونخواه په تاريخ كښې په وړژمبي ځل كوم ګورنر دلته …

پېښور 07 جنوري (اے پي پي) د خېبرپښتونخواه ګورنر حاجي غلام علي د خالي په ورځ د سكھ ورورولۍ تاريخي ګوردوارے بھائي جوګا سنګھ دوره وكړه۔ده دا دوره ډسټرك ميټرو پوليټن لوكل ګورنمنټ اقليتي چيرمېن سردار پرويندر سنګھ په خاص بلنه كړې ده،سردار پرويندر سنګھ د ګورنر حاجي غلام علي ګوردوارے ته په راتګ مننه وكړه ۔ ده ووئيل خېبر پښتونخواه په تاريخ كښې په وړژمبي ځل كوم ګورنر دلته راغلې دې،ګوردوارے بھائي جوګاسنګھ د اسكول ماشومانو ګورنر له د ګلونو ډالۍ وركړه،ګورنر حاجي غلام علي د بھائي جوګا سنګھ اسكول ماشومانو سره كيك كټ كړو ،ګوردوارے بھائي جوګا سنګھ كمېټۍ غړو ګورنر له روايتي پګړۍ او شال ورپسر كړو،په دې موقع ګورنر حاجي غلام علي د پېښور سكھ كميونټي په خواست بھائي جوګا سنګھ درې منزله اسكول جوړولو او فينسګ منظوري هم وركړه، ګورنر د سكھ كميونټۍ لپاره آخري رسومات ادا كولو له ځائې اعلان كړو دغسې د غريب سكھ كميونټۍ 100 كورنيو له د فارم د لارې اكاؤنټ فنډ ټرنسفر اعلان هم وكړو۔