سیالکوټ۔3جنوری(اے پی پی) نبی آخرالزمان حضرت محمد مصطفیؐ دواړو جهانونو لپاره رحمت للعالمين جوړ كړے شوے رالېږلے شوے دے۔ هغه د اسوه حسنه تر ټولو غوره مثال دے۔ هغوي چې كومې خوبۍ لري كوم بل بشر يۍ نه لري۔ د دې خيالاتو څركندونه علامه مخدوم حسېن شاه ٬ حضر عباس رضوي ٬ علامه محمد حسېن سيالوي ٬ شاهد حسېن چشتي ٬ ثاقب رضا قادري او نورو علماﺀ كرامو د انجمن …
مسلمانانو له به په خپل ژوند كښې د نبي كريم (ص) په تعليماتو عمل كول وي٬ علماﺀ كرام

مزید خبریں
سیالکوټ۔3جنوری(اے پی پی) نبی آخرالزمان حضرت محمد مصطفیؐ دواړو جهانونو لپاره رحمت للعالمين جوړ كړے شوے رالېږلے شوے دے۔ هغه د اسوه حسنه تر ټولو غوره مثال دے۔ هغوي چې كومې خوبۍ لري كوم بل بشر يۍ نه لري۔ د دې خيالاتو څركندونه علامه مخدوم حسېن شاه ٬ حضر عباس رضوي ٬ علامه محمد حسېن سيالوي ٬ شاهد حسېن چشتي ٬ ثاقب رضا قادري او نورو علماﺀ كرامو د انجمن محبان کوټلی سید امیر تر انتظام لاندې محفل شان مصطفی ته په خپله وېنا كښې وكړه۔ دوئي ووئيل د نبي علېه السلام شان تر ټولو زيات اوچت دے او مسلمانانو له به په خپل ژوند كښې د هغوي په تعليماتو عمل كول وي دغسې چې په دنيا او آخرت دواړو كښې كاميابي ترلاسه كړې شي۔ دوئي ووئيل مونږ په دې وياړ لرؤ چې د نبي آخر الزمان امت كښې يؤ۔ په محفل كښې د الرحمت وېلفيئر سوسائټي كوټلي مشر سيد امير حاجي محمد يونس ٬ قاسم جاوېد او د انجمن محبان صدر محمد زبېر په شمول نورو مشرانو ګډون وكړو۔







