عمران خان دې له پېشګي شرطونو پرته د مذاكراتو مېز ته راشي ٬ قمر زمان كائره

سکھر ۔28دسمبر (اے پی پی) د وزيراعظم د کشمیر او ګلګت بلتستان چارو سلاكار قمر زمان کائره یو ځل بیا عمران خان ته له کوم شرط پرته د خبرو وړاندېز كولو سره وئيلي دي چې په سياسي عمل كښې ستونزې يوازې د مذاكراتو د لارې هوارېدې شي٬ مونږ دې څخه وړاندې هم هغه ته د مذكراتو بلنه وركړې وه او نن هم دغه خبره كوؤ٬ پاكستان دا مهال سخت پړاؤ …

سکھر ۔28دسمبر (اے پی پی) د وزيراعظم د کشمیر او ګلګت بلتستان چارو سلاكار قمر زمان کائره یو ځل بیا عمران خان ته له کوم شرط پرته د خبرو وړاندېز كولو سره وئيلي دي چې په سياسي عمل كښې ستونزې يوازې د مذاكراتو د لارې هوارېدې شي٬ مونږ دې څخه وړاندې هم هغه ته د مذكراتو بلنه وركړې وه او نن هم دغه خبره كوؤ٬ پاكستان دا مهال سخت پړاؤ څخه تېرېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په سكھر كښې ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د ګرانۍ په دې دور كښې خلقو ذخيره اندوزي كړې ده٬ د چا په ګودام كښې چې د 15 كروړه روپو مال پروت دے هغه هم وائي ګراني ده۔ ده ووئيل په هېواد كښې بدلون راوستلو له به مونږ له په خپله په اجتماعي توګه بدلېدل وي۔ ده ووئيل ټاكنې كولو او ادارې مضبوطولو سره جمهوريت راځي٬ ودانۍ جوړولو سره جمهوريت نه راځي۔ دې نه وړاندې قمر زمان كائره عمران خان ته له كوم پېشګي شرط پرته د مذاكراتو وړاندېز وركړو۔ ده ووئيل په سياسي عمل كښې د مذاكراتو د لارې معاملې مخ په وړاندې ځي۔ ده ووئيل كه ټاكنې يو مياشت دوه وروستو شي نو هېخ خبره نشته۔