تالاش ته د تحصيل درجه وركولو اعلاميه كړې شوه

كوز دیر 26 دسمبر (اے پي پي) تالاش ته د تحصیل درجه وركولو لپاره اعلاميه جاري كړې شوې۔۔ په دې لړ كښې د بورډ ریونیو اینډ اسټیټ ډیپارټمنټ لخوا د اېونيو اېكټ 1967 خېبر پښتون خواہ له مخې تالاش ته د تحصيل درجه وركړې شوې چې مجموعي آبادي ئې يو لك 34 زره 464 ده او زمكه ئې 234 كلوميټر مربع ده ٬ تالاش كښې څلور يونين كونسلې دي چې پكښې نوراخېل، شاهي خېل، دوش خېل او بانډہ ګئۍ شامل دي٬ په تالاش تحصيل كښې نزدې 49 كلي دي٬ دا اعلاميه د پاكستان نزدې 20 څانګو ته هم لېږلې شوې ٬ دې سره به اوس كوز دير په پنځو تحصيلونو مشتمل وي۔ د يادونې وړ ده وزيراعلٰې محمود خان چې تېره مياشت كله د كوز دير دوره كړې وه٬ په تېمر ګره شهيد چوك كښې ئې د اولس په مطالبه تالاش ته د تحصيل درجه وركولو اعلان كړے ٶ