صوبائي حكومت د پوليس او نورو قانون نافذ كوونكو ادارو د كار استعداد په زياتولو كښې ناكامه راغلے ۔آفتاب احمد خان شېرپاؤ

پېښور 21 دسمبر (اے پي پي)د قامي وطن پارټۍ چيئرمېن آفتاب احمد خان شېرپاؤ حكومت او اپوزېشن ته وئيلې دي هغوي دې خپل اختلاف يو خوا كړي او هېواد ته د رامخې ته شوو چېلنجونو مخ نيوي لپاره دې كار وكړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده شېرپاؤ كلي كښې د شيرپاؤ شهيدانو 15مې برسۍ په مناسبت سره راجوړې كړې اجتماع ته په خپل خطاب كښې وكړه۔په دې موقع د شهيدانو لوړو …

پېښور 21 دسمبر (اے پي پي)د قامي وطن پارټۍ چيئرمېن آفتاب احمد خان شېرپاؤ حكومت او اپوزېشن ته وئيلې دي هغوي دې خپل اختلاف يو خوا كړي او هېواد ته د رامخې ته شوو چېلنجونو مخ نيوي لپاره دې كار وكړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده شېرپاؤ كلي كښې د شيرپاؤ شهيدانو 15مې برسۍ په مناسبت سره راجوړې كړې اجتماع ته په خپل خطاب كښې وكړه۔په دې موقع د شهيدانو لوړو درجو لپاره قرآن خواني او فاتحه خواني وشوه۔آفتاب احمد خان شېرپاؤ شهيدانو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د هغوي قربانۍ به تل ياد ساتلې شي۔آفتاب احمد خان شېرپاؤ ووئيل خېبرپښتونخوا يو ځل بيا د ترهه ګرۍ سره مخ شوې او امن او امان هره تېرېدونكې ورځ خرابېږي۔ده ووئيل د تحريك انصاف صوبائي حكومت د پوليس او نورو قانون نافذ كوونكو ادارو د كار استعداد زياتولو كښې ناكامه راغلے ۔ده ووئيل سياسي عدم استحكام او خراب امن او امان معيشت متاثره كوي۔ده ووئيل قوي معيشت د هېواد د دفاع ضمانت وي۔په دې موقع د قامي وطن پارټۍ صوبائي چيئرمېن سكندر حيات خان شېرپاؤ٬د پارټۍ ضلعي عهديداران او كاركنان هم موجود وو۔