پېښور ۔18دسمبر(اے پی پی) د لکی مروت ضلعی په برګی پولیس سټیشن باندی د شپې د ترسره شوي بريد په نتيجه كښې د شهید شويو څلور پولیس اهلکارو د جنازې لمونځ په پولیس لائن لکی مروت کښی ادا کړے شو۔ په دې موقع د پوليس يو چمتو ډلې شهيدانو ته سلامي وركړه، په جنازه كښې د بنو ريجنل پوليس افسر سعد اشفاق انور٬ ډي پي او لكي مروت ضياﺀ الدين …
د شرخوښو په بريد کښې د شهيد شويو څلور پوليس اهلکارو د جنازې لمونځ په لکي مروت پوليس لائن کښې ادا کړے شو

مزید خبریں
پېښور ۔18دسمبر(اے پی پی) د لکی مروت ضلعی په برګی پولیس سټیشن باندی د شپې د ترسره شوي بريد په نتيجه كښې د شهید شويو څلور پولیس اهلکارو د جنازې لمونځ په پولیس لائن لکی مروت کښی ادا کړے شو۔ په دې موقع د پوليس يو چمتو ډلې شهيدانو ته سلامي وركړه، په جنازه كښې د بنو ريجنل پوليس افسر سعد اشفاق انور٬ ډي پي او لكي مروت ضياﺀ الدين احمد ٬ لوړ پوړو پوځي، سول چارواكو او د اېس پي انويسټي ګېشن په شمول د پوليس افسرانو او اهلكارو او د سيمې خلقو په لويه شمېره ګډون وكړو۔ په دې موقعه د بنو آر پي او ٬ د لكي مروت ډي پي او او نورو ګډون كؤنكو د شهيدانو په تابوتونو په كومو چې ملي بېرغ اچولې شوې وو د ګلونو ګېډۍ كېښودې۔ د بنو آر پي او پوليس محكمې لپاره د شهيد شويو اهلكارو خذماتو ته خراج تحسين وړاندې کولو سره ووئيل چې د پوليس شهيدانو وينه به بې ځايه نه ځي۔ ده د شهيدانو وارثانو ته باور ورکړ چې په دې غمجنه پېښه کښې ککړ کسان به زر تر زره په ډاګه او د قانون منګولو ته وسپارلې شي۔ ده د دغو كسانو زر تر زره نيولو لپاره په موقعه هدايت جاري كړو۔ ده د دې عزم پخلې وكړه چې د وروستي ترهګر تر له منځه وړلو پورې به د دوئي په ضد جنګ روان وي۔ ده زياته كړه چې اولس او پوليس د ترهه ګرۍ په ضد په يو صف کښې دي۔ پولیس له خلکو سره په ګډه امن او نظم په ځائې كولو له ګامونه پورته كوي۔ ده ووئيل پوليس د دې ضلعې حفاظت لپاره ولاړ دے او د شهيد شويو قرباني د پوليس د خپل فرض په غوره ډول د ترسره كولو ښكاره مثال دے او په سباؤن كښې به هم پولیس د خپل بېرغ سرلوړۍ له له هیڅ ډول قربانۍ څخه ډډه ونه کړي۔







