حېدرآباد۔17دسمبر(اے پی پی) د سندھ اعلی وزير سيد مراد علي شاه د مهران یونیورسټی آف انجنیئرنګ اېنډ ټېکنالوجی جامشورو 26م كانوكېشن كلنې دستوره كښې د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو او كاميابي ترلاسه كوؤنكو طالبعلمانو ته يۍ ګولډ مېډلز او سندونه وركړل۔ كانووكېشن ته خپل خطاب كښې ده ووئيل كاميابي ترلاسه كوؤنكي ګرېجوېټس ٬ فېكلټي او والدېن د مباركۍ او ستائنې مستحق دي۔ ده ووئيل د يو انجنیئر په …
د سېلاب اوبو له وتلو وروسته به راروانه مياشت د كورونو د جوړولو كار پېل كړے شي ٬ د سندھ اعلې وزير سيد مراد علي شاه د مهران پوهنتون كانووكېشن ته خطاب او ميډيا سره خبرې

مزید خبریں
حېدرآباد۔17دسمبر(اے پی پی) د سندھ اعلی وزير سيد مراد علي شاه د مهران یونیورسټی آف انجنیئرنګ اېنډ ټېکنالوجی جامشورو 26م كانوكېشن كلنې دستوره كښې د خاص مېلمه په حېث ګډون وكړو او كاميابي ترلاسه كوؤنكو طالبعلمانو ته يۍ ګولډ مېډلز او سندونه وركړل۔ كانووكېشن ته خپل خطاب كښې ده ووئيل كاميابي ترلاسه كوؤنكي ګرېجوېټس ٬ فېكلټي او والدېن د مباركۍ او ستائنې مستحق دي۔ ده ووئيل د يو انجنیئر په حېث دې ادارې څخه د ډګرۍ ترلاسه كوؤنكو طالبعلمانو جذبو څخه خبر يم۔ ده ووئيل مهران پوهنتون معياري زده كړې وركوؤنكې يوه مثالي تعليمي اداره جوړه شوې ده۔ په دې مهال ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل د سېلاب اوبه تر ډېره حده وتلې دي او د دې بشپړه وتلو څخه وروستو به راروانه مياشت د كورونو جوړېدو كار پېل شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د اسمبليو ماتولو لپاره بايد مضبوط اسباب وي ٬ اسمبلۍ د چا په خوښه تحليل كېدې نه شي او دا بايد د اولس په ګټه وي۔ ده ووئيل د سندھ اولس ته ريليف وركولو له كوټلې هڅې كولې شي۔







