بینظیر انکم سپورټ پروګرام د سماجی تحفظ لويې پروګرام دې، 80 لکهه څخه زياتو كورنيو سره مالي مرسته کیږي۔وفاقی وزیره شازیه مری

کراچۍ 16 دسمبر (اے پي پي) د غريبۍ ختمولو او سماجي تحفظ وفاقی وزیري او د بینظیر انکم سپورټ پروګرام چیئرپرسن شازیه عطا مری وئيلي دي چې بینظیر انکم سپورټ پروګرام د غريبۍ ختمولو او د سماجي تحفظ وزارتِ تر ټولو قوي او کامیاب پروګرام دې چې له مخې ئې 80 لکهه څخه زياتو مستحق كورنيو سره مالی مرسته کیېږي،زما په وزارت كښې نېشنل پاورټی فنډ، نېشنل پاورټی ګریجوئېټس پروګرام، …

کراچۍ 16 دسمبر (اے پي پي) د غريبۍ ختمولو او سماجي تحفظ وفاقی وزیري او د بینظیر انکم سپورټ پروګرام چیئرپرسن شازیه عطا مری وئيلي دي چې بینظیر انکم سپورټ پروګرام د غريبۍ ختمولو او د سماجي تحفظ وزارتِ تر ټولو قوي او کامیاب پروګرام دې چې له مخې ئې 80 لکهه څخه زياتو مستحق كورنيو سره مالی مرسته کیېږي،زما په وزارت كښې نېشنل پاورټی فنډ، نېشنل پاورټی ګریجوئېټس پروګرام، بیت المال، بینظیر کفالت، بینظیر نشونما او نور پروګرامز شامل دي ٬ د هېواد د غريب طبقو او ميرمني په مالي توګه خپلواكه كولو له كار كوو،مونږ د اوسني سېلاب په مهال د بینظیر انکم سپورټ پروګرام یونیك ډيټا استعمالولو سره هرې كورنۍ ته د 25 زره روپو وركولو حساب سره په مجموعي توګه 70 اربه روپۍ وركړې دي،دا مهال د بېنظیر کفالت پروګرام ترمخه مستحق كورنيو له د بائیو میټرك نظام د لارې د مرستې روپۍ وركولې شي او ډېر زر مونږ مستحق ميرمنو له د بینك اکاوئنټس د لارې په روپو وركولو غور كوو او چرته چې د بینك اکاوئنټس آسانۍ نه وي هلته به مستحق ميرمنو له د موجودہ بائیو میټرك سسټم ترمخه روپۍ وركولې شي۔د جاری شوې اعلامیې له مخې د دې خيالاتو څرګندونه دي د جمعې په ورځ د سندھ اسمبلۍ ډپټي اسپیکرې ریحانه لغاری د اړخه د اسمبلۍ غړو ته د بینظیر انکم سپورټ پروګرام په اړه د بریفنګ وركولو په موقعه په خپلو خبرو كښې وكړه۔په دې موقعه د صوبائی اسمبلۍ غړي سید ذوالفقار علی شاہ، کلثوم چانډیو، هیر سوهو، سعدیه افضال، ندا کھړو ، تنزیله قمبرانی او ریاض حسین شاه شیرازی هم موجود وو۔