د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي سره د تيونس قونصل جنرل عماد رشيد ملاقات

پېښور 16 دسمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي سره د تيونس اعزازي قونصل جنرل (كے پي كے) عماد رشيد په ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د تيونس اعزازي قونصل جنرل ګورنر ته په آئيني منصب سبنالولو مباركي وركولو سره ده سره د تيونس او پاكستان او په خاص توګه په خېبر پښتونخوا كښې د ګډې تجارت او سېلګرۍ ته وده وركولو …

پېښور 16 دسمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي سره د تيونس اعزازي قونصل جنرل (كے پي كے) عماد رشيد په ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د تيونس اعزازي قونصل جنرل ګورنر ته په آئيني منصب سبنالولو مباركي وركولو سره ده سره د تيونس او پاكستان او په خاص توګه په خېبر پښتونخوا كښې د ګډې تجارت او سېلګرۍ ته وده وركولو له په دوه اړخيزه همكارۍ د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجی غلام علی په خپلو خبرو كښې ووئيل چې تيونس دې د خېبر پښتونخوا قدرتی پنګو څخه استفاده كولو سره سرمايه كارۍ ته وده وركړي۔ ده زياته كړه چې په ګرده صوبه كښې په خاص توګه په ضم شويو ضلعو كښې معدنياتو ٬ سېلګرۍ او په تجارتي څانګو كښې د سرمايه كارۍ پراخه موقعې موجود دي۔ ۔