اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀالله خان وئېلي دي چې د جون په 23مه نېټه كال 2021 جوهر ټاؤن لاهور كښې په چاودنه كښې"را"ككړ ده٬ او ځينې تورن نيولې شوي دي٬ايجنسيز د ترهه ګرۍ ښكاره ثبوت نيولې دي٬حكومت پرېكړه كړې چې ثبوت به انټرنېشنل كميونټۍ ته وړاندې كولې شي او د هند د ترهه ګرۍ ناوړه څيره به بې نقابه كولې شي٬ د …
د كال 2021 جون مياشتې په 23 مه نېټه جوهر ټاؤن لاهور چاودنه كښې”را”ككړ ده٬ حكومت د ثبوت انټرنېشنل كميونټۍ ته د وړاندې كولو پرېكړه كړې ٬ د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله پرېس كنفرنس ته وېنا

مزید خبریں
اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀالله خان وئېلي دي چې د جون په 23مه نېټه كال 2021 جوهر ټاؤن لاهور كښې په چاودنه كښې”را”ككړ ده٬ او ځينې تورن نيولې شوي دي٬ايجنسيز د ترهه ګرۍ ښكاره ثبوت نيولې دي٬حكومت پرېكړه كړې چې ثبوت به انټرنېشنل كميونټۍ ته وړاندې كولې شي او د هند د ترهه ګرۍ ناوړه څيره به بې نقابه كولې شي٬ د هندي ايجنټس نيولو لپاره د انټرپول څخه ريډ وارنټ جاري كړی شوې دې۔ده د نهې په ورځ د پنجاب د ترهه ګرۍ مخ نيوي محكمې اېډېشنل انسپكټر جنرل(اے آئي جي) عمران محمود سره خبري كنفرنس ته ده وېنا كوله۔د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله خان ووئيل چې پاكستان د څو لسيزو راهيسې د ترهه ګرۍ په اور كښې سوځي٬دا يو داسې بدبخت عمل دې چې پكښې مونږ هره ورځ يو نوې صورتحال سره مخ كېږو٬يوه طبقه داسې نشته چا چې قربانۍ وركړی نه وي٬يا ښكار شوې نه وي٬جوماتونه٬امام باړې٬مهمې ودانۍ او اجتماعات په نښه كړی شوي٬د ترهه ګرۍ چې كوم هم صورت وي٬ وروستو به چرته نه چرته د هند لاس په نظر راځي۔ده ووئيل چې هند هر ډول ترهه ګري په پاكستان كښې پروموټ كوي٬ايجنسيز د ترهه ګرۍ ښكاره ثبوت نيولې دې او حكومت پريكړه كړې چې دا ثبوت به انټرنېشنل كميونټۍ ته وړاندې كولې شي او د هند د ترهه ګرۍ ناوړه څيره به بې نقاب كولې شي۔ده ووئيل چا چې دلته كاروائۍ كړي هغوي پاكستاني دي٬د حافظ سعيد استوګنې سره نزدې پیښه شوې وه٬حافظ سعيد په كور كښې نه و٬شايد كورنۍ ټارګټ وه ٬ خبره دا ده چې د حفاظ سعيد استوګنه ټارګټ وه خو د پوليس د موجودګۍ په سبب ګاډې د حافظ سعيد تر استوګنې نه و رسېدلې۔د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل چې وړوكې نېټ ورك د هېواد په بېلو برخو كښې جوړیږي٬زمونږ ادارې او ايجنسۍ د دې وروستو لګېدلې دي۔ده ووئيل چې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د عام وګړو پشمول ټولو ادارو قربانۍ وركړي او د دې ښكار هم دي۔د سي ټي ډي اېډېشنل آئي جي عمران محمود ووئيل چې د جون په 23مه نېټه كال 2021 جوهر ټاؤن لاهور كښې چاودنه شوې وه٬تر ننه كوم هم ترهه ګر تنظيم د دې كاروائۍ ذمه واري قبوله كړی نه وه خو مونږ په 16 ساعتونو كښې د دې كيس تل ته رسېدلې و٬په چاودنه كښې درې تورن ككړ وو٬درې نيولې شوي او دوه ملازمان پنځه نه تر شپږ ورځو كښې دننه نيولې شوي وو۔ده ووئيل د جون په 23مه نېټه كال 2021 جوهر ټاؤن لاهور كښې په چاودنه كښې”را”ككړ ده٬يو ترهه ګر سږ كال اپرېل كښې د بلوچستان څخه نيولې شوې٬چې كله عيد ګل ونيولې شو نو د سميع الحق نشاندهي وشوه٬سميع الحق د كال 2012 څخه د را لپاره كار كولو هندي ايجنټ سميع الحق د بلوچستان څخه نيولې شوې او د هغه اسلم٬سنجے تيواري او وسيم سره رابطه وه٬هند 8 لكه 75 زره ډالر څلور كسانو ته په پاكستان كښې د ترهه ګرۍ لپاره وركړي۔ده ووئيل چې سنجے كمار تيواري د را ايجنټ انټرپول څخه ريډ وارنټ جاري شوې٬ د وسيم حېدر خان او اجمل نومې شخص هم ريډ وارنټس جاري كړی شوي دي











