زېمبيا كښې د 27 بهرنيو وګړو مړي موندلي شوي

لوساکا 12 دسمبر (اے پي پي) زېمبيا كښې د 27 بهرنيو وګړو مړي موندلي شوي دي۔ د چين ميډيا له مخې د پايه تخت لوساکا پوليس د 27 بهرنيو وګړو مړي موندلي كوم چې نامعلومو كسانو غورځولي وو۔ د پوليسو له مخې د ايتھوپيائي وګړو مړي په ناګورر ناجويري سيمه كښې موندلي شوي٬ پوليسو په دې اړه پلټنې پېل كړې دي۔ پوليس ووئيل چې مړي په يونيورسټي ټيچنګ روغتون كښې …

لوساکا 12 دسمبر (اے پي پي) زېمبيا كښې د 27 بهرنيو وګړو مړي موندلي شوي دي۔ د چين ميډيا له مخې د پايه تخت لوساکا پوليس د 27 بهرنيو وګړو مړي موندلي كوم چې نامعلومو كسانو غورځولي وو۔ د پوليسو له مخې د ايتھوپيائي وګړو مړي په ناګورر ناجويري سيمه كښې موندلي شوي٬ پوليسو په دې اړه پلټنې پېل كړې دي۔ پوليس ووئيل چې مړي په يونيورسټي ټيچنګ روغتون كښې جمع كړې شوي او دوي سره يو ژوندې وګړے هم موندلے شوے كوم چې په روغتون كښې بستر دے۔ په بيان كښې د پېښې په اړه نور تفصيلات نه دي ښودلې شوي