افغان ځواكونو د پاکستاني سفارت بريد كوٶنكي غېر ملكي ترهګر ونيول

کابل 05 دسمبر (اے پي پي) افغان ځواكونو په كابل كښې د پاکستان په سفارت بريد كوٶنكي غېر ملكي ترهګر نيولي دي۔ د چين خبررسنې ادارې له مخې د طالبانو د لنډمهاله حكومت چيف وياند ذبيح الله مجاهد وئيلي دي چې د پاكستان په سفارت بريد كښې ككړ يو غېر ملكي وګړې ګرفتار كړې شوې دې۔ ده خپل ټويټ كښې ووئيل د امارت اسلاميه ځواكونو د خاص يونټ اهلكارو يو …

کابل 05 دسمبر (اے پي پي) افغان ځواكونو په كابل كښې د پاکستان په سفارت بريد كوٶنكي غېر ملكي ترهګر نيولي دي۔ د چين خبررسنې ادارې له مخې د طالبانو د لنډمهاله حكومت چيف وياند ذبيح الله مجاهد وئيلي دي چې د پاكستان په سفارت بريد كښې ككړ يو غېر ملكي وګړې ګرفتار كړې شوې دې۔ ده خپل ټويټ كښې ووئيل د امارت اسلاميه ځواكونو د خاص يونټ اهلكارو يو غېر ملكي (داعش) غړې نيولې دي چا چې د تېرې جمعې په ورځ د پاكستان په سفارت ډزې كړې وې۔ د تحقيقاتو څخه داسې ښكاري چې داعش او ياغيانو په شريكه توګه د دوه ګاٶنډي او وروڼو هېوادونو افغانستان او پاكستان ترمېنځه د عدم اعتماد پېدا كولو لپاره د بريد منصوبه كړې۔ ذبيح الله مجاهد د نيولي شوي كس قوميت نه دې څرګند كړې