مانسهرہ۔ 5 دسمبر(اے پی پی) د مانسهرې اېډيشنل سېشن جج اجمل طاهر د خپلې كورنۍ د څلورو كسانو په وژلو وژونكي مجرم ته څلور وارې د مرګ سزا وركولو حكم واورولو۔ د دواړو وكيلانو دلائل اورېدو څخه وروستو اېډېشنل سېشن جج پرېكړه اورولو سره د خپل پلار ٬ ورور ٬ خور او وراندار بې دردۍ سره د وژولو په جرم ثابتېدو مجرم ماجد علي ته څلور وارې د مرګ سزا …
په مانسهره كښی د خپلې كورنۍ څلور كسانو په وژلو مجرم ته څلور ځله د مرګ سزا وركولو امر

مزید خبریں
مانسهرہ۔ 5 دسمبر(اے پی پی) د مانسهرې اېډيشنل سېشن جج اجمل طاهر د خپلې كورنۍ د څلورو كسانو په وژلو وژونكي مجرم ته څلور وارې د مرګ سزا وركولو حكم واورولو۔ د دواړو وكيلانو دلائل اورېدو څخه وروستو اېډېشنل سېشن جج پرېكړه اورولو سره د خپل پلار ٬ ورور ٬ خور او وراندار بې دردۍ سره د وژولو په جرم ثابتېدو مجرم ماجد علي ته څلور وارې د مرګ سزا وركولو امر وكړو او د ده كورودانې سعيده ته يۍ څلور وارې د ټول عمري زندان سره سره په دفعه 34 كښې دې ته د بېل 10 كالو د مشقت سزا هم واروله۔ مجرم ماجد علي د كال 2019 په 27 اګست صدر تاڼې ته نزدې په شېخ آل ګھړي سيمه كښی د خپلې مېرمنې په لمسه د كور په شخړه خپل پلار محمد يونس ٬ ورور محمد ساجد ٬ خور مهناز بي بي او وراندار ثمينه بي بي په ډزو ويشتلو سره وژلي وو۔ د صدر تاڼې پوليس مقدمه درج كولو څخه وروستو مجرم او د هغه مېرمن نيولو سره د اېډېشنل سېشن جج۔ 1 مانسهرہ اجمل طاهر عدالت ته وړاندې كړي وو۔










