حكومت په لومړي ځل د نرښځيانو په بېنظير انكم سپورټ پروګرام كښې د شاملولو پرېكړه وكړه ٬ شازيه مري

کراچۍ ۔3 دسمبر(اے پی پی) د تخفيف غربت او سماجي تحفظ وفاقي وزيرې او د بېنظير انكم سپورټ پروګرام مشرې شازيه مري وئيلي دي حكومت په لومړي ځل د نرښځيو په بېنظير انكم سپورټ پروګرام كښې د شاملولو پرېكړه كړې ده۔ د خالي په ورځ په جاري شوي ويډيو بيان كښې دې ووئيل د دې پروګرام لاندې د نرښځيو رجسټرېشن پېل شوے دے۔ دې ووئيل د دې طريقه دا ده …

کراچۍ ۔3 دسمبر(اے پی پی) د تخفيف غربت او سماجي تحفظ وفاقي وزيرې او د بېنظير انكم سپورټ پروګرام مشرې شازيه مري وئيلي دي حكومت په لومړي ځل د نرښځيو په بېنظير انكم سپورټ پروګرام كښې د شاملولو پرېكړه كړې ده۔ د خالي په ورځ په جاري شوي ويډيو بيان كښې دې ووئيل د دې پروګرام لاندې د نرښځيو رجسټرېشن پېل شوے دے۔ دې ووئيل د دې طريقه دا ده چې نادرا څخه دې د خواجه سرا په توګه شناختي كارډ كښې خپل اندراج وكړے شي او دغسې په خپل اړوند تحصيل كښې د بېنظير انكم سپورټ پروګرام په دفتر كښې سروے كښې دې هم خپل اندراج وكړے شي۔ وفاقي وزيرې زياته كړه چې په كامياب اندراج به خواست كوؤنكي نرښځي ته 8171 نمبر څخه پېغام ترلاسه شي او دې به هر درې مياشتې پس 7 زره روپۍ ترلاسه كولې شي۔ شازيه مري ووئيل نرښځي هم زمونږ د ټولنې برخه دي او د دوئي خيال ساتل د حكومت فرض دي۔